روشنفکران او د ټولنې سياسي بې وزلې
     دستگېر خروټی      دستگېر خروټی

د نابالغې په خپلولو کي د فهم کمي نه، بلکي د مېړانې  کمې دي.   کانت


د موږ په ټولنه کي  د روشنفکر له کلمې څخه ډول ډول تعبېرونه کېږې. هغه څوک روشنفکر بلل کېږې چي ليک او لوست کولاي شي. هغوې روشنفکران بلل کېږې چي تحصيلات يې کړې وي همدارنگه روشنفکران هغوې ته ويل کېږې چي د دولت مخالف وي. کله کله بيا د روشنفکر مفهوم له چپيانو سره تړل کېږې او هغه څوک چي چپ وې ورته روشنفکر ويل کيږې.
ځېنې څېړونکي روشنفکران په گرپونو ويشي. له دي جملې انتونيو گرامشی  د سنتې او ارگانيک روشنفکرانو يادونه کوي. په گروپونو د روشنفکرانو د ويشلو په هکله د څېړونکو تر منځ يو واحد نظر نشته دي. خو زه غواړم دلته د سياسي او ايديولوژيک روشنفکرانو په هکله لنډه يادونه وکړم.
سياسي روشنفکران هغوې ته ويل کېږې چي په ټولنه کي سياسي نظرياتو ته شکل، لوری او سمون ورکوې. په ټولنه کي د واک او د هغه د ډولونو په هکله څېړنه کوي. د واک او ټولنې اړيکې څېړې. د واک او مذهب اړيکې مطالعه کوي. د واک او هغه ته د قانونيت ورکولو مسلې راسپړې. په ټولنه کي وگړو ته  د ټولنې په هکله د پريکړو کولو،  په پريکړو کي د ونډې اخستلو او د پريکړو په بهېر د ټولنې د تاثېر لرلو لارې ښيې او په دي کار کي دوې په خپله هم گډون کوي.
 په  ټولنه کي د سياسي روشنفکرانو ونډه مخ په پېاوړتيا دي  که پرون په ټولنه کي  د واک په چاره کي د گډون بنيادونه  ځمکه، پيسې، زور او مالکيت وو.  نن روشنفکرې،  پوهنه او روشنفکران  په دې برخه کي زياتيدونکې ونډه او اوتوريته تر لاسه کوي او په واک کي گډون کولو ته لاره همواروې. همدارنگه  نن د ځمکې، فابريکې په ځاي  دا پوهنه ده چي د لويو توليداتو او لاس ته راوړونه خوځونکې ځواک جوړوې. که د فيودالانو واک په ځمکه، د پانگوالو واک په فابريکو او پیسو کي دی د خو د روشنفکرانو واک، تاثير او اوتوريته په پوهنه او علم کي دي. په بل عبارت د روشنفکرانو زور  په پوهنه، په منطق، په  ښو ويناو، په ليکلو او څېړونو کي دی.
په افغانستان کي د زيات شمېر سياسي روشنفکرانو بنيادي نيمگړتيا په دې کي دي چي له یوې خوا يې و نشواي کولاي د ايديولوژيگانو او استبدادي فکرونو له تاثېر ځانونه وژغورې او له بلې خوا يې له هماغه پيله د ټولنې د سياسي کولو هڅه و نه کړله. همدارنگه دوي ونشواي کولاي د سياسي کلتور په ډگر کي د زورزياتی  او دزور پوسيله د يو بل د نفي کولو په ضد د عتراض غږ را اوچت کړې. کمونستانو نه يوازي سياست د ټولنې په ځای طبقاتې او گروپې کړ، بلکې هغوې  په عمل کي د ټولنې او د هغې د برخليک  په هکله د پريکړو کولو واک د يوې څو کسېزې ډلې چي نوم يې سياسي بېرو وه په ولکه کي ورکړ او دوي په هيواد کي د سلطنت په ځای د مطلقیت او د بشپړ واک د درلودلو نوی ډول منځ ته راوړ او د ماکس وبر په قول “ سلطانېزم” يې جوړکړ او  وروسته مجاهيدينو او طالبانو سياست د ملايانو په چاره بدل کړ او په دي ملاتورېو کي سياست او سياسي اړيکې  د ملا او مقتديانو په اړيکو بدلې او په بې ساره توگه ساده شوې. چېرې چې  سياست د ملا او مقتديانو اړيکو ته را ټيټ شي امام، ملا او اخوند شپون او ټولنه په رمه يا گله بدلېږې. په ملاتوريو کي په وار سره نه يوازي د ټولنې د سياسي کولو مخه نيول کيدله، بلکې له ټولنې څخه يې د رهبرې، حاکميت او عقل  لرلو حق هم واخيستل شو.  ښاغلی عبدل الرب سياف په خپل کتاب “ دين و سياست”  کي ليکي:
» ... و نظام جماعت و چگونگې اجرای ان نمونه ونمای از سيستم و نظام سياسي اسلام به سطح ملت و امت ميباشد، به همين نسبت امامت قريه را امامت صغرا و امامت ملت وامت را امامت کبرا ناميده اند.«
هغه د همدي کتاب په بله برخه ليکي:
» ... چي امام پيشوا و رهبر است و خطاب به مردم و توصيه مستقيم شان يک بخش و يک جز عمده رهبرې را تشکيل ميدهد، از سوي ديگر موثريتې که در سخنان و خطاب رهبر و قايد وجود داردو در سخنان مردم ديگر، ولو فهم وتعبېر و القاي شان قوېتر باشد و جود ندارد.« 
په يوه ازاده او دموکراتيکه ټولنه کي، په يوه پرانيستې او سياسي شوې ټولنه کي دواړه حاکميت او رهبرې د ټولنې حق دي او د رهبرې او رهبر په هکله دا ټولنه ده چي پريکړه کوي. دلته پوښتنه دا نه دي چي رهبر څوک  دی، بلکې پوښتنه داده چي څوک به رهبر شي. همدارنگه په يوه ازاده ټولنه کي دا رهبر نه دي چي وروستۍ خبره کوي، بلکې په خپله خلک د وروستۍ خبرې کولو حق لرې. 
  ټولنه بايد سياسي شي او سياست په عملې توگه د ټولو په چاره بدل شي.  د ټولنې سياسي کول به له يوې خوا ددې عملې امکانات منځ ته راوړي چي سياست او واک د ځانگړو وگړو او ډلو له ولکې څخه را ووزې او له بلې خوا به د سياست او واک په چاره کي د ټولنې د اوسيدونکو د گډون لاره همواره کړې. همدا اوس په افغانې ټولنه کي د ټولنې په ځای ملا، پېر، جنگ سالار... دي چي په سياسي پريکړو او ددې پريکړو په بهېر تاثېر او نفوذ لري.
 د ټولنې سياسي کول به په ټولنه کي دواړه سياسي بې وزلې او سياسي بيگانگې هم له منځه يوسي او ددې کار تر سره کول به له ټولنې سره مرسته وکړې چي د واک اوسياست په کار کي د خپلواکي ارادې په بنياد چلند وکړې. په افغانې ټولنه کي تر اوسه د سياسي بې وزلې او د خپلواکې ارادې د نه په کارولو پېاوړې نښانې شته دي. خلک تر اوسه د سياست په وړاندي د بيگانگې احساس لري او دا ډول يو حالت سياسي بيگانيگې هم تعريف کيداي شي. ددې مانا دادي چي سياست تر اوسه د ټولو په چاره نه دی بدل شوی. سياست د هغوې کار دی چي زور،  وسله او پيسې لرې. په افغانستان کي خلکو دا امکان تر لاسه کړ چي د سياست او واک په کار کي گډون وکړې او د هيواد ولسمشر او د هيواد پارلمان وټاکي. خودي ټاکنو او په تېره بيا د پارلمان ټاکنو وښودله چي ټولنې تر ډېرې اندازې د خپلواکې ارادې په ځای د پېرويو،  وفاداريو او وېرې په بنياد عمل وکړ. په ټاکنو کي
د خلکو پورتنی چلند د پوره پوهاوی وړ دی.  زه فکر کوم چي د “ پېرويو” ، “ وفاداريو” ، “ تقليد” او “ وېرې” په دي چلند کي درو مسلو رول درلود.
١ ـــ  په  افغانې ټولنه کي د پېړيو پېړيو له پاره خلکو له استبدادی او مطلقو واکمنيو سره عادت کړې. په دې ټولنه کي واک د زورورو او غالبو حق پېږندل شوی. “ زور حق دی “.  “ الحکم لمن غالب ” او د “ زورورو”  يا “ غالبو واکمنې”  د واکمنې هغه اولنی، ابتدايې او زوړ شکل دی.
٢ ـــ  په ټولنه کي په  پېړيو پېړيو خلک ډار شوي  او وېرول شوي دي. له هغوې څخه د فکري او عقلې مقاومت امکانات اخستل شوي. د وگړو ازاده اراده او روحيه ماتې شوې ده.  د خپلواکو فکرونو خاوندان سپک شوي، تورن شوي، ورته په ټيټه سترگه کتل شوي، په انحرافونو تورن شوي، د ملحد، زنديق او مردتد په نومونو گوښه شوي، مجازات شوي، او کله کله هم ورته ليونې او ناروغان ويل شوي دي.  د موږ په کلی کي به کله کله ظريف اکا د واکمن تفکر او دود خلاف د عقل په بنياد خبرې کولې او پوښتنې  به يې را پورته کولې، خو د هغه دا خبرې د هغه د مغز خرابې او د هغه د ناروغې په مانا وې...   “ غوږ ورته مه نيسې د هغه مغز خراب دی، هغه ليونی دی”. همدارنگه  يوه ورځ د څو ملگرو تر منځ بحث پېل شو. په بحث کي داسي مسلې مطرحه شوي چي له گوندي تگلارو سره  په ټکر کي وي . يوه ملگري چي په درې ژبه يې خبرې کولې په لوړ اواز وويل: “ چېزې بگويد که در خط باشد” 
٣ ــــ  په افغانې ټولنه کي نه يوازي خلک نابالغ ساتل شوي، بلکې د هغوې  شهامت او جرات هم ځپل شوی دي او په دي کار کي  موخه د استبداد او ديکتاتوري د بنسټونو په توگه د ناپوهې او نابليغتوب ساتنه دي.
  کانت د نابالغې په خپلولو کي د فهم په کمي نه، بلکي د دلېرې او جرات په کمې ټينگار کوي.
يو المانې متل وايې:  
»  که پيسې له لاسه ورکړې ، دا لويه  بايلنه نه ده. که شرافت وبايلې ډېر شيان دی بايللې دي او که جرات وبايلې ټول شيان دي بايللې دي.«  د خپلې ارادې  او د خپلواکې انديښنې په کار کی جرات او جرات په کار دی.
په افغانې ټولنه کي  پورتنې ځانگړتياوې، عادتونه او په تېره بيا “ پېروې” ، “ تقليد” او “ وفادارې”  نه يوازي د لويو بايلنو اوغمېزو لامل دي، بلکې په افغانستان کي د دموکراسي د بری په هکله د شک کولو اوترديد درلودلو پېاوړې منبعې هم شمېرل کېږې.
         کله چي په جرات خبرې کېږې بده به نه وې چي د سياسي مېړانې او شهامت  په هکله هم يادونه وشي.  په افغانې ټولنه کي نه يوازي د خپلې ارادې او دخپلواکي انديښنې په کار کي د دلېرې او جرات کموالی دی، بلکې د سياسي مېړانې تشه هم موجوده ده. په افغانستان کي د واکمنو او سياسي مشرانو خوښېږې هغه څه وکړې او هغه څه تر سره کړې چي  په ټولنه کي د واکمن تفکر او يا د عمومي فکر په خلاف نه وي.  همدا دم په افغانستان کي د ډېرو بنسټېزو مسلو په هکله د سياسي مېړانې  کلکه کمزورې احساس کېږې. واکمن هڅه کوي خپل عملونه په ټولنه کي د مسلطو دودونوپه معيار سنجوي او فکر کوي چي ددي په خلاف څه کول به د هغوې  شهرت زيانمن کړې او په تارېخ کي به يې ستاينه ونشي. همدارنگه دوې چمتو نه دي چي خطر ومنې او د لويو دندو د عملې کولو مسوليت په غاړه واخلې. خو تارېخ  ددي ډول وگړو ستاينې ته زړه نه ښه کوي، بلکې تاريخ د هغوې ډېر ستاينه کوي چي سياسي مېړانه او شهامت ښيې، خطر منې او مسوليت اخلې. تارېخ د نلسن مانديلا ستاينه کوي.  نوموړې هغه څه  وکړو چي انتظار نه يې کيدو او يا يې کم انتظار کيدو. د سياسي  مشرتوب  ځانگړتيا نه يوازي د سم لوری په نيولواو د موخوپه تر لاسه کولو کي دي، بلکې سياسي مېړانه هم د سياسي مشرتوب يو ضروري ځانگړتيا بلل کېږې.
    په افغانستان کي همدادم په ځانگړې توگه د روانې جگړې په ختم کولو کي او له پاکستان سره د شته ستونزو په حل کولوکي په کلکه د سياسي مېړانې او د سياسي شهامت ضرورت احساس کېږې.
  د ټولنې د سياسي کولو مسلې ته راگرزم. د ټولنې سياسي کول به په سياسي ژوند کي د  سياسي گوندونو سره هم سره مرسته وکړي چي په ټولنه کي د تبليغاتې حضور په ځاي سياسي حضور پيدا کړې.  د ټولنې سياسي کول به ددې عملې امکانات منځ ته راوړې چي ټولنه د واک، د واکمنو او د هغوې د سياستونو او پريکړوڅارنه وکړې ، له واکمنو حساب وغواړي او د حساب نه ورکولو په صورت کي د هغوې د گوښه کولوغږ را اوچت کړې.


 آرزښتونه او د هغوې انتخاب
     سياست يوازي د واک په سر مبارزه نه دی، سياست يوازي د گټو په سر مبارزه هم نه دي، سياست د آرزښتونو او د هغوې د انتخاب په سر مبارزه هم دی. همدا دم په افغانې ټولنه نه يوازي د واک او گټو په سر مبارزه روانه ده، بلکې د آرزښتونو په سر هم سخته او هميشنې مبارزه روانه ده او دا په ټولنه کي د آرزښتونو د مخامختيا او د هغوې د انتخاب کولو مسله ده.  ددې څېړنه او ارزونه په کار دی  چي ټولنه  د پرمختگ او ودې په لور په  کومو آرزښتونو تکيه کولاي شي او هغه آرزښتونه کوم دي چي يو ثبات لرونکی سياسي سيستم ورباندي تکيه وکړې. هغه آرزښتونه کوم دي چي  بدلون منونکي دي، د ژوند کولو وړتيا لري او په ټولنه کي که څه هم ورو، خو په واقعيتونو بدلېږې.  هغه آرزښتونه کوم دي چي بې باوره شوي او د راتلونکي په لور د ټولنې په لارښوونه کي پاتې راغلې دي. په افغانستان کي د داسي آرزښتونو انتخاب هم شوي چي د پرمختگ په ځاي يې د ټولنې سيستم ړنگ او ټولنېز بندونه يې شلولې دې.
 موږ د عادت له مخې د هغه څه په هکله خبرې کوو او هغه څه ښه بيانو چي فزيکې او ساده ځانگړتياوی ولرې او خوښېږې مو چي پيچېلې ټولنېزې چارې هم د هغوې په معيار وسنجو، خوکله چي په آرزښتونو او نورمونو د خبرو کولو ضرورت منځ ته راځې يا بې وسې ښيو او يا را باندي غصه او عصبانيت غلبه کوي. خو د ټولنې د راتلونکي انتخاب د آرزښتونو په انتخاب کي دی او موږ نه يوازي اړ يو چي په ارزښتونو خبرې وکړو، بلکې د هغوې په  هکله ديالوگ او بحث را پورته کړو. د هغوې تر منځ انتخاب وکړو.  سره ددې چي په افغانې ټولنه کي د دا ډول بحثونو دود په کلکه کمزوری دی. خو اوس هغه وخت راغلی چي روشنفکران او په تېره بيا سياسي روشنفکران ددې کار د کولو له پاره لېڅې را ونغاړې. په ښه توگه ددې کار تر سره کول نه يوازي له نوره سره د مبارزې غوښتنه کوې، بلکې له ځان سره هم مبارزه کول په کار دی چي څه ډول کولاي شو له يوې خوا د پرون له زندان څخه راووزو، له زړو عادتونو او له زړو او څو ځله ناکامو دگمونو ځان وژغورواو له بلې خوا په خپل کار کي د عواطفو او احساساتو تر تاثېر لاندي را نشو. په افغانستان کي دواړه چپ او ښی لوری په دي پوهېږې چي دروغجنو ايديولوژيو او کاپې شويو فکرونو افغانې ټولنه له څومرو لويو غمېزو سره مخامخ کړه، خو تر اوسه ددې شهامت ډېر کم دی چي په بنيادي توگه له دغو فکرونو او انديښنو سره پریکړه وشي.


 په آرزښتونو دپوښتنو، خبرو، انتقادکولو او بحث را پيل  کولو وخت دی. د راتلونکې  په لور د هغو آرزښتونو د انتخاب کولو وخت دی، کوم چي  د ودي،  پرمختگ او هوساينې په کار کي د ټولنې مرسته کولاي شي.
 لکه چي وويل شو  په افغانې ټولنه کي نه يوازي د گټو او غوښتنو مخامختيا او ټکرونه شته دي،  بلکې په دي ټولنه کي د آرزښتونو او نورمونو مخامختيا هم شته دی او همدا مخامختيا او په دي مخامختيا کي د دغو او يا هغو آرزښتونو بری دی چي د ټولنې را تلونکې ټاکې. د هيواد په موجود اساسي قانون کي  نه يوازي د آرزښتونو تر منځ د ټکر مسله حل شوې نه دي.  د افغانستان موجود دولت، پارلمان او قضا د آرزښتونو د انتخاب په ځای د آرزښتونو تر منځ زنگېږې او په دي هکله څرگنده تگ لاره نه لرې. دا حالت  په ټولنه کي محافظه کاره ځواکونو ته ددې امکان ورکوي چي په هغو آرزښتونو، کوم چي د انسانانو د برابرې  او د دموکراسي په لور د ټولنې له کار سره مرسته کوي تېری وکړې او يې ځپې.
 زه په لنډه توگه د آرزښتونوپه هکله څو لاندي بيلگې  په گوته کوم:
     په سياسي برخه کي له يوې خوا ټينگار په دي دی چي سياست د ټولو چاره ده او ټول کولاي شي د سياست په کار کي گډون وکړې، خو له بلې خوا تر اوسه په عمل کي  سياست د څو کورنيو، څو ډلو، څو گروپونو او څو وگړو مالکيت پاتې کېږې.  د يوې بيلگې په توگه روحانيت او سياست په يو بل کي داسي رانغښتل شوي چي سياست په روحانيت او روحانيت په سياست تکيه کوي او تر څو چي دا دوه له يو بل څخه جلا نشي سياست د ټولو په چاره نه بدلېږې.
    د ملت جوړولو په کار کي هم د ارزښتونو پراخ او څو گونی ټکر شته دی. په دي هکله  په وار سره د يوه پېاوړی مرکزی دولت د جوړولو، د فدرالې سيستم را منځ ته کولو، ددې او هغه ويشونکی عنصر په بنياد د د ملت جوړولو ... تر منځ ورځنۍ  مخامختيا موجوده ده.
په حقوقې برخه کي د انسانې حقونو او ازاديگانو او په ټولنه کي د يو شمېر دودونو تر منځ ژور او هميشنی ټکر شته دي او په ځانگړې توگه  د نر او ښځې تر منځ د برابرې په برخه کي لوې ستونزې شته دي. له يوې خوا ښځه د ټولو انسانې حقونو او ازاديو لرونکې شمېرل کېږې او په اساسي قانون کي ددې حقونو د خونديتوب ژمنه ورکړل شوې خو له بلې خوا په ډېره اسانې سره يوه ماشومه نجلۍ د يوه سپی په عوض کي ورکول کېږې او يا په ښکاره بې باکې او په لوڅه بې پروايې سره ښځې په اوښانو او کلاشينکوفونو بدلېږې.
     د انديښنو او فکرونو په برخه کي له يوې خوا د انسانانو د انديښنو او فکرونو د خپلواکې په ضرورت تکيه
کېږې. په طبعې توگه انسانان غواړې خپلواک وې او په خپله فکر وکړې،انسانان غواړې  پخپله ددې پوهه  تر لاسه کړې چي  د ښو او بدو تمېز وکړې. د هر چا خوښېږې خپلواک شخصيت ولري او په خپلواکه توگه  دخپل عقل په بنياد د ټولنې، واک اوسياست په کار کي گډون وکړې. ايمانويل کانت Immanuel Kant د روښانتيا ځانگړتيا په دي کي وينې چي انسان له هغه قموميت څخه ځان وژغورې چي پخپله په کي ملامت دی او قموميت هغه څه دی چی انسان  د بل له لارښوونې پرته د خپل عقل په کاراچولو کي پاتې راځې.   
 د هيچا نه خوښېږې چي په کورکورانه توگه ددې او هغه اطاعت وکړې.  يو خپلواک انسان نه ددې او هغه سياسي، مذهبې او تارېخې شخصيت په تقليد کولواو پېروې کولو مکلف دی نه د زړو عاداتونو په زندان  کي پاتې کېږې اونه  خپل نظريات  د ايمان درجې ته  پورته کوي. خپلواک انسان د خپلو نظرياتو په وړاندي هم انتقادې او د شک درېځ لرې او په دي پوهېږې چي تېروتنې به یې کړې وي اودا او يا هغه نظريه به يې سمه نه وې.
  د انديښنې خپلواکی له پرون څخه د پريکيدو په مانا نه دي. موږ پخپله نه يوازي د پرون محصول يو، بلکې
له پرون پرته بې مانا کېږو او تارېخ پرون ته له مراجعې کولو څخه عبارت دی، خو موږ د پرون په ځای په نن کي ژوند کوو او د چټکو بدلونونو په بدرگه د راتلونکې په لور روان يو، کوم چي  د خپلواک او ازادتفکر، ديوه انتقاد کونکی او انتقاد منونکي تفکر ضرورت يې منځ ته راوړی دی.
افغانې ټولنه په ژوره توگه خپلواکو وگړو ته ضرورت لرې. په هغه ټولنه کي چي وگړې ازاد او خپلواک نه وي  يوه خپلواکه ټولنه نه بلل کېږې. د افغانستان ازادې د افغانانو د ازادې او د افغانستان خپلواکې د افغانانو دخپلواکې په معيارونو سنجول کېږې.
    بل خوا يو شمېريا هغوې چي غواړې امر او نهي وکړې، واکمن، رهبر او پيشوا پاتې شي خپل نظريات او يا ددې او هغه شخصيت نظريات مطلق کوي او انسانان يې پېروي کولو، اطاعت کولو او تقليد کولو ته هڅول کېږې، دوې له انسانانو نانځکې جوړول غواړې تر څو د دوې د ارادې سره سم دا او هغه خوا وگډول شي. دا ځواکونو نه غواړې  چي انسانان د انتقاد کولو،شک کولو او ترديد درلودلو په روحيه ورزول شي. ځکه چي ترديد درلودل او شک کول هغه ځواکمنې وسيلې دې چي په ټولنه کي د خرافاتو، د نه بدليدونکو دگمونو او تعصب  بنيادونه لړزوې. دوې د هميشه په شان هڅه کوي د انسانانو عقلونه او پوهاوی يرغمل کړې تر څو وکولاي شي په ټولنه کي د فکري استثمار پوسيله  د فرمان ورکونکی او فرمان وړونکی، دبادار او غلام، د پيشوا او پېروانو اړيکې وساتې. په دي ټولوبرسېره بنسټېزه مسله  د سولې او جگړې تر منځ انتخاب دی په طبعې توگه د روشنفکرانو انتخاب سوله ده او د نده لرې په ټولنه کي د جگړې په وړاندي کرکه او نفرت ايجاد کړې. اوس ليکوالان، شاعران، هنرمندان، سندرې ويونکي پوره امکانات لرې چي د جگړې په ضد يو پراخ يرغل پېل کړې. د قلم دنده د تورې د ستاېنې په ځای د سولې او باور ستاېنه ده.


د بيا او بيا کتنې اړتيا
   په افغانې ټولنه کي روشنفکران  په بشپړه توگه دې ته اړ دي چي په خپلو انديښنو، فکرونو، تگلارو، براوردونو او لاس ته راوړونو په هکله بيا او بيا کتنه او فکر وکړې. افغانستان نور هغه پرونی افغانستان نه دی. افغانان هغه پرونې افغانان نه دي ډېر شيان بدل شوي او بدلېږې. هغوې هم بدل شوي او بدلېږې چي پرون د ډبرو په شان کلک وو. هغوې چي نه بدلېږې بې له شکه پاتې کېږې. سياسي پيښې او سياسي بدلونونو هم پيچېلې بڼه غوره کړې. په دي کار کي ډېر لاملونه يو په بل تاثېر لري. د افغانې ټولنې په  سياسي ژوند کي ډېر نامتجانس، متضاد او بدليدونکي کورنې، سېمېزې او نړيوالې گټې، تگلارې او لاملونه عمل کوي اوپه تېره بيا پاکستان د پرون په شان اصلې لوبغاړی پاتې کېږې. په دي برسېره  تصادفې او ډراماتيکې پيښې هم له پامه ونه غورزول شي. کله کله پيښې ډارونکی تصوير او وېرونکې سيگنالونه ور کوي، چېرې چي به ممکېن په ناممکېن او ناممکېن په ممکېن بدلېږې . هغه څه چي د جنوب له لوري را روان دي  د افغانستان موجوديت له گواښ سره مخامخ کولاي شي. پاکستان تر اوسه دي چمتو نه دی چي يو پېاوړی او هوسا افغانستان ووینې. د پاکستانې جنرالانو په بې عقله او وېرونکې استراتژې  کي يو پېاوړی او هوسا افغانستان د پاکستان موجوديت ته گواښ بلل کېږې.  په دا ډول يوه حالت کي  سياسي تگلارې د طبقاتې مبارزې د ساده اصولو او ددې او هغه لوری په وړاندې د کرکې، نفرت او کينې په ځای دملې او وطنې آرزښتونو په بنياد جوړيداي شي.
  په افغانستان کي  کله چي تگلارې او سياستونه د کرکې ، نفرت او زورزياتی په بنياد جوړې شوې پایلې يې هم کرکې او زورزياتی وو. په وروستيو لسېزو کي ددې او هغه واکمنۍ بری د يوه نوی زورزياتی او ديوې نوې کرکې ) طبقاتې کرکې، قومي کرکې، ژبنۍ کرکي او مذهبې کرکي(  بری وو.
په افغانستان کي يو په بل پسي د کرکو او وحشت واکمنيوهېڅ ډول پولې او حدود نه درلودل. هغوې نه يوازي په وار سره ټولنه يرغمل کړه، بلکي هڅه يې وکړه د خلکود فردي او ټولنېز ژوند څارنه هم وکړې.
     که د سياسي پريکړو دنده د ټولنې اغزمېن کول وې، نو ضرورت دا دې چي په خپله ټولنه ددې پريکړو په کار او بهېراغېزه ولرې. دا کار له روشنفکرانوغواړې چي ټولنه وښوروې، را ويښه يې کړې تر څو دخپلو ستونزو د حل په کار کي ونډه واخلې او ددې وړتيا او ځواک تر لاسه کړې تر څو خپلې ستونزې په خپله حل کړې، د ديکتاتوری د راگرزيدو مخه  ونيسې اوسوله او ثبات خوندي کړې. په دي صورت کي بيا ددې ضرورت نه پيدا کېږې چي د ټولنې د ستونزو د حل له پاره بهرنې لښکرې راشي او يا د کابل په ځای د افغانې ستونزو په هکله په مسکو، واشنگتن، اسلام اباد، تهران...کي پريکړې وشې. هغه ټولنې چي د خپلو ستونزو د حل کولو وړتيا او ځواک لري ورته بهرنې لښکرې نه راځې او دا دموکراتيکو، مدنې او پرانيستو ټولنو ځانگړتيا ده. په نيپال کي دا ټولنه وه چي نه يوازي يې د بشپړ واک غوښتونکی پادشا په گونډو کړ، بلکې ماويستان يې هم د ستونزو د سياسي حل په لوررا مات کړل.
 روشنفکران دنده لري چي  له ټولنې سره د دموکراسي او د دموکراسي د ارزښتونو او فرهنگ د پېږندنې په کار کي مرسته وکړې. دا به هغوې ته امکان ورکړې چي پيښې د منځنيو پېړيو په معيارونو ونه سنجوي. همدارنگه خلک په دي پوه شې چي د افغانستان مالکان دوې دي او په دي هيواد کي واک او حاکميت د دوې چاره ده. دموکراسي بايد د خلکو ذهنونو، فکرونو او چلندونو ته لاره پيدا کړې. ددې کار په کولو سره به ټولنه خپلواکه شي او د واک او سياست په کار کي به د خپلواکې ارادې په بنياد عمل وکړې او دا به ټولنه د پېړيو پېړيو د بې واکې او اطاعت کولو له حالت څخه را وباسي. د ټولنې له خپلواکې څخه د ما مطلب له دولت، جنگ سالارانو، ملايانو او د زور له خاوندانو د ټولنې خپلواکې ده.   
                                                                                                      نور بيا


January 21st, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي